نیمروز کې د رېل پټلۍ جوړولو چارې پیل شوې
د نیمروز ولایت مقام د خبر په بنسټ، د یو شمېر مسؤلینو په شتون کې رسماً د رېل پټلۍ چارې پیل شوې.
د نیمروز والي شیخ محمد قاسم خالد دا د هېواد لپاره یوه حیاتي پروژه بللې او زیاته کړې ده، چې د اورګاډي ټرانسپورټ د سړک له لارې ارزانه او چټک دی.
هغه زیاته کړې، چې له همدې امله به د کندهار - هرات د پټلۍ جوړېدل تجارتي لګښتونه راکم او د سوداګرو ګټه زیاته کړي.
ښاغلي خالد همدارنګه ویلي، چې د دې پروژې په بشپړېدو سره به د نیمروز ولسونو ته د کار زمینه برابره او نیمروز به د یو ستراتیژیک موقعیت په توګه ارزښت پیدا کړي.
د یادونې ده، چې اسلامي امارت هڅه کوي د ريل پټلیو په جوړېدو او زیاتېدو سره په هېواد کې ټرانسپورټي چټک عصري سیسټم ته پراختیا ورکړي.