بدخشان کې د غورځېدلې الوتکې پیلوټ او درې تنه ژوندي دي

بدخشان کې د غورځېدلې الوتکې پیلوټ او درې تنه ژوندي دي سیمه
د بدخشان د یوې څنډې غرونه

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد ساعت وړاندې خبر ورکړی، چې بدخشان کې د غورځېدلې الوتکې پیلوټ او درې تنه ژوندي دي او د اسلامي امارت د څېړونکې ډلې لخوا پیدا شوي دي.

ښاغلي مجاهد زیاته کړې، چې دا الوتکه د دې ولایت د کوف آب ولسوالی د ارز کوه پدېو سیمه کې پیدا شوې.
د اسلامي امارت ویاند په خبره، چې څېړونکي حکومتي ټيم لخوا د پاتې کسانو لټون او مرسته روانه ده.

تړلي موضوعات