یزد ایرویز هوایي شرکت د بلخ ـ تهران ترمنځ رسما هوایي پروازونه پیل کړل
افغانستان ته د فلای دوبۍ،ایر العربیه او ترکش نړیوالو هوایي شرکتونو د الوتنو تر پیل وروسته د ایران یزد ایرویز هوایي شرکت هم د بلخ او تهران ترمنځ رسما الوتنې پیل کړې.
د بلخ ولایت مقام ویاند وایي، چې د دغه شرکت ان ایربس ۳۱۰ الوتکې لومړنۍ الوتنه پرون د جنوري میاشتې په ۲۰مه نېټه له تهران څخه د مزارشریف ښار ته ترسره کړه.
نوموړي ویلي، چي له دې وروسته به یاد شرکت په اونۍ کي یو ځل د شنبې په ورځ له تهران څخه بلخ او له بلخ تهران ته الوتنې ولري.
د یادونې وړ ده ، چې له فلای دوبۍ او ایر العربیه نړېوالو هوايي شرکتونو وروسته د جنورۍ پر ۱۷ مه ترکش نړیوال هوايي شرکت هم کابل ته د الوتنو د پیلېدو خبر ورکړی وو.