د اسرائیلو بریدونه بې ځوابه نه پرېږدو

د اسرائیلو بریدونه بې ځوابه نه پرېږدو سیمه
د اسرائیلو بریدونه بې ځوابه نه پرېږدو

د سوریې پلازمېنې دمشق کې د اسرائیلو  د تېرې ورځې پر بریدونو کې د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ځواک د پنځو غړو تر وژل کېدو وروسته د ایران ولسمشر خبرداری ورکړی، چې د اسرائیلي رژیم دغه بریدونه به بې ځوابه پاتې نه شي.

ابراهیم رئیسي د ایران پر وړاندې د اسرائیلو وروستي اقدامات په غزه کې د فلسطین د مسلحو ځواکونو د ماتې له امله بللي دي. 

اسرائیلو پرون شنبه په سوریه کې دا بریدونو پر داسې مهال کړي، چې تېره اونۍ ایران په عراق کې په توغندیزو بریدونو کې د اسرائیلو د استخباراتي ادارې یا موساد د څو لوړ پوړو غړو د وژلو ادعا وکړه.

تړلي موضوعات