د دولتي شرکتونو او تصدیو د پیاوړتیا او انسجام خپلواکه اداره رامنځته شوه

د دولتي شرکتونو او تصدیو د پیاوړتیا او انسجام خپلواکه اداره رامنځته شوه سوداګرۍ او اقتصاد
دولتي تصدیو او شرکتونو تر ۶۰ سلنې پورې ملي بودیجه برابروله

په افغانستان کې د دولتي شرکتونو د ښه مدیریت، ملي عوایدو لوړېدو، انحصار او احتکار د مخنیوي په موخه د امارتي شرکتونو د پياوړتیا او انسجام خپلواکې ادارې په فعالیت پیل وکړ.

په همدې موخه جوړې شوې غونډې ته د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا برادر اخوند په خبرو کې په افغانستان کې د دولتي تصدیو او شرکتونو فعالیت اغېزناک وباله په خبره یي، د تېرې قمري پېړۍ تر وروستۍ پورې دولتي تصدیو او شرکتونو تر ۶۰ سلنې پورې ملي بودیجه برابروله او خدمات یې تر خصوصي سکټور لوړ وو.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو څو لسیزو کې د افغانستان نورو برخو ترڅنګ دولتي شرکتونو او تصدیو ته هم زیان واوښت او بیا چا سر ورښکاره نه کړ.

خو اوس اسلامي امارت د مالیې وزارت په هڅو سره ډېری شرکتونه بیرته فعال کړي چې په عوایدو کې یې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

تړلي موضوعات