کندهار کې د زعفرانو د پروسس او بسته بندي مرکز پرانېستل شوی

کندهار کې د زعفرانو د پروسس او بسته بندي مرکز پرانېستل شوی سوداګرۍ او اقتصاد
د کندهار اوبه او هوا د هر ډول نباتاتو د تخمونو لپاره مساعده ده

د کندهار ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست وایي، دغه مرکز د UNODC مؤسسې له لوري پرانېستل شوی، چې له دې وروسته به د کندهار زعفران خپله په دې ولایت کې پروسس او بازار ته وړاندې کېږي.

د کندهار ولایت د کرنې رئیس مولوي فضل الباري فضلي د دې مرکز د پرانېستې په مراسمو کې ویلي، د کندهار اوبه او هوا د هر ډول نباتاتو د تخمونو لپاره مساعده ده ښاغلي فضلي زیاته کړې، چې بزګران کولای شي چې د کوکنارو پر ځای زعفران او اینجه وکري.

د افغانستان زعفران چې په سره طلا هم مشهور دي، د زراعت له زیاتو عاید لرونکو محصولاتو څخه شمېرل کېږي چې د رنګ، ارایشي او روغتیایي موادو، درملو او بېلابېلو غذایي موادو په جوړولو کې ترې استفاده کېږي.

تړلي موضوعات