په سوریه کې د سپاه پاسداران څلور لوړ پوړي چارواکي وژل شوي

په سوریه کې د سپاه پاسداران څلور لوړ پوړي چارواکي وژل شوي سیمه
د یاد برید عکس

اسرائیلو نن د سوریې پلازمېنې دمشق کې د سپاه پاسدارانو پر لوړ پوړو  چارواکو هوايي بریدونه کړي دي. ایراني چارواکو تائید کړې، چې دې برید کې د سپاه پاسداران قدس ځواک څلور لوړ پوړي غړي وژل شوي دي.

الجزیرې تلوېزیون ویلي، چې دې برید کې د سپاه پاسداران قدس ځواک استخباراتي مسؤل صادق امیدزاده او د هغه مرستیال وژل شوي دي.

بل لور ته د ایران تسنیم دولتي اژانس هم د ایراني چارواکو له قوله د دې برید او یادو کسانو د وژل کېدو پخلی کړی دی.

بلخوا نن اسرائیلو د لبنان په جنوب کې هم  پر یو موټر برید کړی دی، چې مرګ ژوبلې په اړه یې تر اوسه جزیات نه دي خپاره شوي.

تړلي موضوعات