اقتصادي معاونیت: د افغانستان فضا د هر ډول الوتنو لپاره خوندي او عادي حالت ته راګرځېدلې

اقتصادي معاونیت: د افغانستان فضا د هر ډول الوتنو لپاره خوندي او عادي حالت ته راګرځېدلې بیارغونه او پراختیا
د فلای دوبۍ هوايي شرکت الوتنو پیل مراسم

د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت وايي، چې د فلای دوبۍ پروازونو پيل ښيي چې د افغانستان فضا د هر ډول الوتنو لپاره خوندي او عادي حالت ته راګرځېدلې ده.
اقتصادي معاونیت پر اېکس خواله رسنۍ لیکلي، چې کابل ته د دې نړېوال هوايي شرکت الوتنو پیل به د هوايي شرکتونو ترمنځ د مناسب نرخونو په ټاکلو کې سالم رقابت ته لاره هواره کړي.

د یادونې وړ ده، چې فلای دوبۍ هوايي شرکت له نږدې دوه نیم کلن ځنډ وروسته افغانستان ته الوتنې پیل کړې، چې نن سهار یې لومړۍ الوتنه پلازمېنې کابل ته ترسره کړه؛ ټاکل شوې دغه هوایي شرکت به د کابل-دوبۍ تر منځ هره اونۍ دوه پروازونه ولري.

تړلي موضوعات