ابو عبیده: القسام ځواکونه د اوسنۍ زمانې تر ټولو زړور او فداکاره جنګیالي دي

ابو عبیده: القسام ځواکونه د اوسنۍ زمانې  تر ټولو زړور او فداکاره جنګیالي دي سیمه

د حماس جهادي غورځنګ د پوځي څانګې القسام ویاند ابو عبیده غزه کې د وروستي کمین وروسته تازه وینا کې ویلي، چې زموږ مجاهدین د مېړانې او زړورتیا بې ساري مثالونه وړاندې کوی او زموږ ځواکونه د اوسنۍ زمانې تر ټولو زړور او فداکاره مجاهدین دي.

ابو عبیده دې تازه وینا کې اسرائیلي اشغالګرو ته ویلي، چې ستاسې د عسکرو جنازې او مړي به ان شاءالله یوه عادي او تکراري پېښه شي، تر څو چې ستاسو یرغل او پر غزې ظالمانه جګړه روانه وي.

د القسام ویاند زیاته کړې، چې اسرائیلی حکومت خپل ولس تېر باسي او عسکر یې د سیاسي موخو لپاره د غزې د خټو ډنډ ته ورغورځولي دي.

د یادونې وړ ده، چې وړمه ورځ حماس ځواکونو غزه کې پر اسرائیلي اشغالګرو خونړی کمین ترسره کړ، چې ۷ اسرائیلي پوځيان په کې ووژل شول او ۱۶ نور مرګوني ټپیان شول.

تړلي موضوعات