د هند دفاع وزیر: نوی ډیلي افغانستان کې د سولې، امنیت او ټیکاو ملاتړ کوي
د هند دفاع وزیر راجنات سینګ د چین شانګهای سازمان غونډه کې په پراختیايي برخه کې افغانستان د هند تر ټولو لوی شریک بللی.
راجنات شینګ ویلي، نوی ډیلي افغانستان کې د سولې، امنیت او ټیکاو ملاتړ کوي.
ایکانمک ټایمز خبر ورکړی، چې د هند دفاع وزیر یاد غونډه کې ویلي، افغانستان کې د هند لومړیتوبونه افغانانو ته د بشري مرستو رسول او د یاد هېواد پراختیایي اړتیاوو سره مرسته کول دي.
دغه لوړ پوړي هندي چارواکي ویلي، هند د افغانانو ظرفیت لوړونې پروګرامونو ته دوام ورکوي.
دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت د سیمې نورو هېوادونو ترڅنګ دې وروستیو کې هند هم ښې اړیکې جوړې کړې دي.