کورنیو چارو وزیر: څلور کلونو کې د تېرو ۴۰ کلنو دښمنيو ځای دوستي او ورورګلوۍ نیولی
کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني دغه څرګندونې کاپیسا ولایت کې د شهیدانو د ویاړ په مناسبت جوړې شوې غونډې ته کړې دي.
ښاغلي حقاني د نظام ټینګښت او د ولس خدمت ستر امانت بللی او په سمه توګه اداکولو یې ټینګار کړی.
د کورنیو چارو وزیر مجاهدینو ته د مشورې په ډول ویلي، د حکومت ثبات، غوره خدمات، او مسئولانه چلند لپاره دې هڅې وکړي او له صلاحیتونو باید سالمه او شرعي استفاده وکړي.
نوموړي زیاته کړې، د څلور کلونو په اوږدو کې د څلوېښت کلنې دښمنۍ ځای دوستي او ورورکلوۍ نیولی دی.
هغه همداراز ویلي، د نظر اختلاف ممکن دی، خو ټول باید د هېواد جوړونې او شریعت حاکمیت ته کار وکړي په خبره یې، تل باید د زدهکړې په حال کې و اوسو او د پوهې پر بنسټ خپلو دندو کې پرمختګ وکړو.