د مرکزي سېلو دولتي شرکت له یو شمېر ادارو سره قرردادونه لاسلیک کړي

د مرکزي سېلو دولتي شرکت له یو شمېر ادارو سره قرردادونه لاسلیک کړي سوداګرۍ او اقتصاد
د ۲۴ساعتونو پر مهال د ۴۵ ټنو اوړو د تولید ظرفیت هم لري

مالیې وزارت وایي، د کابل مرکزي سېلو دولتي شرکت د خپلو تولیداتو او فعالیتونو پراختیا په موخه له یو شمېر ادرارو سره قرردادونه لاسلیک کړي دي.

یاد وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې مرکزي سېلو د روان مالي کال له پیل راهیسي د تولیداتو پراختیا په پار د ۱۴ بېلابېلو دولتي او خصوصي ادارو سره د ۴۴میلیونه او۵ لکه او ۹۵ زره افغانیو په ارزښت قراردادونه لاسلیک کړي ، چي په واسطه یې د یاد شرکت عواید هم زیات شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې یاده سېلو په ورځني ډول د یو ټن په اندازه بېلابېل ډول وچه ډوډۍ، کیک، کلچې او داسې نور خوراکي توکي تولیدوي او ترڅنګ یې د ۲۴ساعتونو پر مهال د ۴۵ ټنو اوړو د تولید ظرفیت هم لري.

د یادوني وړ ده، چي د اسلامي امارت له بیا ځلې قایمېدو وړاندې د کابل مرکزي سېلو دولتي شرکت تولیدات او فعالیت بشپړ فلج او په ټپه درېدلی وو، خو د ا.ا په راتګ سره یې فعالیت بیاځلې پیل او (۲۰۰) تنه پکي په مستقیم ډول پر کار بوخت دي.

تړلي موضوعات