له نږدې دوه نیم کلن ځنډ وروسته د فلای دوبۍ الوتنې کابل ته پیل شوې

له نږدې دوه نیم کلن ځنډ وروسته د فلای دوبۍ الوتنې کابل ته پیل شوې سیمه
نن سهار د فلای دوبۍ ترسره شوې الوتنه

 نن سهار د فلای دوبۍ هوايي شرکت لومړنۍ الوتنه پلازمېنې کابل ته ترسره شوه او دې سره یاد نړېوال هوايي شرکت له افغانستان سره بیا الوتنې پیل کړې.

ټاکل شوې چې دغه هوایي شرکت به د کابل-دوبۍ تر منځ هره اونۍ دوه پروازونه ولري.

د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت د دې الوتنو پیل په اړه وايي، چې د فلای دوبۍ پروازونو پيل ښيي چې د افغانستان فضاء د هر ډول پروازونو لپاره خوندي او عادي حالت ته راګرځېدلې ده.


تړلي موضوعات