خوست محصولي ګمرک کې د ۱۰۵ میلیون افغانیو په ارزښت د موټرو تم ځای جوړېدو چارې پیل شوې

خوست محصولي ګمرک کې د ۱۰۵ میلیون افغانیو په ارزښت د موټرو تم ځای جوړېدو چارې پیل شوې سوداګرۍ او اقتصاد
د رغونې چارې به یې په اساسي ډول تر راتلونکو ۸ میاشتو پورې بشپړې شي

د افغانستان مالیې وزارت وایي، خوست ولایت ته د ګمرکونو او عوایدو معین ملا عبدالقاهر ادريس د سفر په ترڅ کې یې د دې ولایت په ګمرک کې د ۱۰۵.۹۶۳ میلیونه افغانیو په ارزښت په ۱۴.۳ جریبه ځمکه د موټرو یوه تم ځای جوړېدو چارې پیل کړې.

د دې پروژې د چارو پرانیستې غونډه کې ملا عبدالقاهر ادریس ویلي، دا پروژه هم د نورو پراختیایي پروژو په څېر د هېواد له ملي عوایدو تمولیږي.

نوموړي زیاته کړې، په ګمرکونو کې د پراختیایي پروژو پلي کولو سره به په هېواد کې د سوداګرۍ لا ودې ،سوداګرو او موټر چلونکو ته اسانتیاوې رامنځته کړي.

د سرچینې په خبره دغه پروژه،چې کانکریټ اچول هم پکي شامل دي د رغونې چارې به یې  په اساسي ډول تر راتلونکو ۸ میاشتو پورې بشپړې شي.

تړلي موضوعات