د امو دریا نفتي حوزې ورځنی استخراج ١١٠٠ ټنو ته لوړ شو

د امو دریا نفتي حوزې ورځنی استخراج ١١٠٠ ټنو ته لوړ شو سوداګرۍ او اقتصاد
دا مهال د امو نفتي حوزه کې ١٨ څاه ګانې فعاله دي

د افچين کمپنۍ رئیس د کانونو او پټرولیم وزير شهاب الدین دلاور سره په کتنه کې ويلي، د امو دريا نفتي حوزې ورځنى استخراج ١١٠٠ ټنو ته لوړ شوى. 

د افچين کمپنۍ رئیس په دې کتنه کې ويلي، د نوو څاه ګانو په کيندلو سره به د نفتو د استخراج کچه نوره هم لوړه شي. 

‏د کانونو او پټرولیم وزير د نویو کیندل شویو څاه ګانو او په دې برخه کې د شته ستونزو په هواري  ټېنګار کړى  دیادې پروژې د فعالیتونو، روڼتیا او د کمپنۍ د کارونو پر چټکتیا او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه یې لازمې لارښوونې کړې دي. 

دا مهال د امو نفتي حوزه کې ١٨ څاه ګانې فعاله دي چې د ورځي ترې ١١٠٠ ټنه نفت استخراجيږي.

تړلي موضوعات