اسرائیلي چارواکي امریکا ته؛ پر ایران برید ته چمتو دي
د روسیې ټاس خبري اژانس د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړی اسرائیلي چارواکو امریکا ته ویلي، چې اسرائیل ایران کې عملیاتو پیلولو ته په بشپړ ډول چمتو دي.
ټاس په خپل راپور کې ویلي، امریکا د ایران ځوابي برید د ګواښ له کبله د سیمې هېوادونو کې خپلو ډيپلوماټانو ته د وتلو امر کړی.
سرچینې زیاته کړې، د امریکا ولسمشر ځانګړی استازی سټیو ویټکوف لا هم په دې لټه کې ده، چې راتلونکو څو ورځو کې د ایران اټومي پروګرام په اړه د خبرو شپږم پړاو لپاره له ایراني چارواکو سره وګوري.
د سرچینې په خبره، د ایران اټومي پروګرام پر سر د امریکایي او ایراني چاروکو له خبرو سره سره اسرائیل پر ایران د برید لپاره چمتووالی نیسي.
خو تر دې وړاندې اکیسوس په خپل راپور کې ویلي و، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اسرائیلو لومړي وزیر سره په ټیلفوني خبرو کې ویلي، چې له هر هغه اقدام دې ډډه وکړي، چې د خبرو اترو خنډ کیږي.
داپه داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د ایران دفاع وزیر ویلي و، امریکا سره د خبرو تر ناکامېدو او ایران ته د خطر تر پېښدو وروسته به دوی په زړورتیا د سیمې هېوادونو کې د امریکا پوځي اډې په نښه کړي.