د ایران دفاع وزیر: د خبرو ناکامېدو په صورت کې به په زړورتیا د امریکا پوځي اډې په نښه کړو
د ایران دفاع وزیر عزیز نصیرزاده ویلي، که د تهران اټومي هوکړې په اړه له واشنګټن سره روانې خبرې اترې ناکامه او پر ایران جګړه تحمیل شي په خورا زړورتیا سره به د سیمې هېوادونو کې د امریکا پوځي اډې په نښه کړي.
نوموړي دغه خبرې نن چهارشنبه ایران کې د یوه خبري کنفرانس په مهال کړي په خبره یې، د سیمې هېوادونو کې د واشنګټن پوځي اډو په نښه کول ورته اسانه دي.
د ایران او امریکا ترمنځ د اټومي پروګرام په اړه د روانو خبرو راتلونکی پړاو ټاکل شوې راتلونکې اونۍ ترسره شي.
تر دې وړاندې د عمان په منځګړیتوب د غیر مستقیمو خبرو اترو پنځه پړاوونه پرته له کومې پایلې ترسره شوي.
ایراني چارواکي په امریکايي لوري تور لګوي چې خبرو اترو ته ژمنتیا نه لري او هڅه کوي اوبه خړې او ماهیان ونیسي.