کاپيسا په شپږو ولسوالیو کې د اوبو سربندونه او کانالونه جوړېږي

کاپيسا په شپږو ولسوالیو کې د اوبو سربندونه او کانالونه جوړېږي بیارغونه او پراختیا
د دې پروژو پرانېسته

د کليو بيارغونې او پراختيا وزارت له لوري د کاپیسا ولایت په شپږو ولسواليو کې د څه باندې ۱۲ ميليونه افغانيو په ارزښت د اوبو سربندونه او کانالونه جوړېږي.
 
د دې وزارت مسؤلین وايي، چې د دغو سربندونو او کانالونو له ډلې يې په تګاب او حصه اول ولسوالیو کې د يو سربند او دوو کانالونو د جوړېدو عملي چارې پیل شوې دي. 
د يادولو ده چې ياد وزارت دوه ورځې وړاندې هم د نورستان ولایت په ٩ ولسوالیو کې د سربندونو او کانالونو له جوړلو خبر ورکړى و.

تړلي موضوعات