په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې پانګونه کوو
يو شمېر ترکي سوداګرو د رياست الوزراﺀ اداري مرستیال سره په کتنه کې په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې د پانګونې خبر ورکړى.
ارګ په خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، دغو ترکي سوداګرو په دې کتنه کې ويلي، د اسلامي امارت په واکمنېدو سره په ټول افغانستان کې امنیت تامين شوى، چې دا په پانګونې او سوداګرۍ کې اساسي رول لري.
خبرپاڼې ويلي، دغو ترکي سوداګرو زياته کړې له دې فرصت څخه په استفادې سره چمتو دي چې د کانونو استخراج، توليدي فابريکو جوړولو، کرنې، انرژۍ او ټکنالوژۍ په برخو کې پانګونه وکړي.
په دې کتنه کې د رياست الوزراﺀ اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي ويلي، اسلامي امارت د سوداګرو او پانګوالو امنيت ته ځانګړې پاملرنه لري.
نوموړي همداراز ویلي، چې اسلامي امارت په مختلفو برخو لکه توليد، د کانونو استخراج، کرنې، انرژۍ او ټکنالوژۍ په برخو کې د هر ډول کورنۍ او بهرنۍ پانګونې ملاتړ کوي او په افغانستان کې د پانګونې په موخه سوداګرو او پانګه والو ته لازمې اسانتیاوې برابروي.