٧٧ ترکي شرکت د بادي برېښنا تولید په برخه کې پانګونه کوي
د ٧٧ ترکي شرکت مرستيال بوراک اونسال د اوبو او انرژۍ وزیر ملا عبداللطيف منصور سره په کتنه کې په افغانستان کې د بادي برېښنا د توليد په برخه کې د پانګونې لپاره لېوالتیا ښودلې.
په دې کتنه کې ښاغلي بوراک اونسال د هرات بادي او سروبي ۲ برېښنا د توليد پروژو په برخه کې د پانګونې خبر ورکړى دى.
همداراز په دې کتنه کې دواړو لوریو د ګډو همکاریو د دوام او پراختیا په هکله هم خبرې کړې دي او یو بل ته یې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.