د تورخم دروازه لاهم د بار وړونکو موټرو پرمخ تړلې ده

د تورخم دروازه لاهم د بار وړونکو موټرو پرمخ تړلې ده سوداګرۍ او اقتصاد
د تورخم دروازه لاهم د بار وړونکو موټرو پرمخ تړلې ده

د ننګرهار ولایت د اطلاعاتو کلتور ریاست د اطلاعاتو امر صدیق الله قریشي بدلون وایي، پاکستاني لوري لاهم د تورخم دروازه د بار وړونکو موټرو پر مخ نه ده خلاصه کړې او دواړو خواوو ته په سلګونو بار وړونکي موټر بند پاتې دي. 

ښاغلي قریشي بدلون زیاته کړې، چې د تورخم دروازې د خلاصون په اړه له پاکساني لورې سره خبرې دوام لري، تر څو موټر چلونکو اجازه ولري، چې خپل سوداګریز توکي پاکستان ته انتقال کړي. 

دغه راز د بار وړونکو موټرو یو شمېر چلونکي وایي، د پاکستاني حکومت د یادې پرېکړې له امله له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي او په وار وار ورته د دروازو بندولو له امله په میلیونونو افغانۍ زیانونه اوښتي دي. 

د یادنې وړ ده، چې د تورخم دروازه تېره ورځ د پاکستاني اړخ له لوري د بار وړونکو موټرو له چلوونکو او کلینرانو څخه د پاسپورت او ویزې د غوښتنې له کبله یو ځل بیا د بار وړونکو موټرو پر مخ وتړله، چې لا هم نه ده پرانیستل شوې.

تړلي موضوعات