مالیزیا د ښوونیز نصاب او اسلامي بانکدارۍ په برخه کې له افغانستان سره مرسته کوي
په مالیزیا کې د افغانستان د اسلامي امارت سفیر ښاغلي نقیب الله احمدي د مسلمانانو د یووالي نړیوال انسټیټیوټ له رئیس دوکتور داوود عبدالمالک یحیی الحدابی سره کتلي دي.
افغان سفارت ویلي، چې په دې کتنه کې دواړو لوریو د افغانستان پر ښوونیز بهیر، د تدریس پر میتود او د اسلامي بانکدارۍ په برخه کې خبرې کړي.
د خبرپاڼې له مخې ښاغلي احمدي ویلي، چې اسلامي امارت غواړي د هیواد ښوونیز نصاب لا غني او معیاري کړي، چې په دې برخه کې یې د مالیزیا هیواد تجربې د پام وړ بللي دي.
افغان سفارت زیاته کړې، چې ښاغلي الحدابی له افغانستان سره د ښوونیز نصاب جوړونېو زده کړیزې تګلارې اسلامي بانکدارۍ او ځینو نورو برخو کې د مرستې لپاره چمتوالی ښودلی دی.