د وچې مېوې پروسس برخه کې چینایي شرکت پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

د وچې مېوې پروسس برخه کې چینایي شرکت پانګونې ته لېوالتیا ښودلې سوداګرۍ او اقتصاد
د وچې مېوې پروسس برخه کې چینایي شرکت پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، یوه چینایي شرکت د افغانستان وچو مېوو د پروسس او بسته بندي په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.

یاد وزارت پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د یاد چینايي شرکت مسؤلینو د صنعت او سوداګرۍ له وزیر نورالدین عزیزي سره په کتنه کې د دې پانګونې لیوالتیا څرګنده کړې ده.

یاد وزارت زیاته کړې، چې په دې کتنه کې ښاغلي وزیر ویلي، چې افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې پانګونې ته ښه زمینه برابره شوې او اسلامي امارت له کورنیو او بهرنیو پانګوالو هر راز ملاتړ او هرکلی کوي.

تړلي موضوعات