ننګرهار کې د ختيځ زون په کچه د کرنې او مالدارۍ کمپلکس جوړېږي

ننګرهار کې د ختيځ زون په کچه د کرنې او مالدارۍ کمپلکس جوړېږي بیارغونه او پراختیا
د ننګرهار کامې ولسوالۍ یوه څنډه

د کرنې وزارت د اوبو لګولو او طبيعي سرچينو مرستيال باز محمد فيضان ننګرهار ته سفر کې د کرنې ځايي مسؤلینو سره کتنې پر مهال ویلي، چې په دې ولايت کې د ختيځ زون په کچه په ۵۰۰ جريبه ځمکه کې د کرنې او مالدارۍ کمپلکس جوړوي، چې په کې به د کرنې، بڼوالۍ، غله جاتو، خاورې پېژندنې، اوبو لګولو، مالدارۍ او څارويو روغتيا برخو کې خدمات وړاندې کېږي.

نوموړي زیاته کړې، چې له دې کمپلکس څخه موخه بزګرانو، بڼوالو او مالدارانو سره مرسته او د خصوصي کرنيز سکتور پياوړي کول دي.

د کرنې وزارت دې چارواکي همدارنګه ویلي، چې په پلان کې ده ترڅو په دې ولايت کې ډېر ژر د دوه ويشت چک ډيمونو د جوړولو چارې هم پيل شي.

د ننګرهار کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رئیس مولوي عبدالستار محمد د کرنې وزارت مشرتابه او راغلو مسئولینو څخه د مننې ترڅنګ په خپله برخه کې د هر راز همکارۍ او اجراتو ډاډ ورکړی.
#حریت_راډيو
زموږ ټلیګرام سره یوځای شئ: https://t.me/HurriyatPa

تړلي موضوعات