د مس عینک کان د استخراج عملي چارې دې پیل شي

د مس عینک کان د استخراج عملي چارې دې پیل شي سوداګرۍ او اقتصاد
ژر به د یادې پروژې عملي چارې پیل کړي

د کانونو او پټرولیم وزیر د مس عینک کان د عملي کار د پیل په اړه په بین الوزارتي غونډه کې د مس عینک کان له قراردادي شرکت څخه غوښتي، چې ژر تر ژره دې د دې کان د استخراج عملي چارې پیل کړي.

د کانونو او پټرولیم وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دغه غونډه د وزیر شیخ شهاب الدین دلاور، دصنعت اوسوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي، دافغانستان بانک رئیس هدایت الله بدري، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور مرستیال مولوي عتیق الله عزیزي، د مس عینک کان قرار دادي مسئولینو په ګډون د یاد کان د عملي کار د پیل په موخه د کانونو او پټرولیم وزارت په مقام کې ترسره شوه. 

په دې غونډه کې د مس عینک کان قراردادي استازو د دغې پروژې د عملي کار د پیل ژمنه کړې او ویلي يې دي چې کمپنۍ یې پر ژمنو ولاړه ده او ژر به د یادې پروژې عملي چارې پیل کړي.

تړلي موضوعات