عشق اباد کابل سره د رېل پټلۍ، سوداګرۍ او ټرانزیټ برخو کې عملي همکاري پراخوي

عشق اباد کابل سره د رېل پټلۍ، سوداګرۍ او ټرانزیټ برخو کې عملي همکاري پراخوي سوداګرۍ او اقتصاد
د بهرنیو چارو زویر ترکمنستاني سیال سره ویډیو کنفرانس له لارې خبرې کړې

د ترکمنستان د وزیرانو شورا مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر رشید مردوف د افغانستان بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي سره د ویډیو کنفرانس له لارې په سیاسي، اقتصادي، ډیپلوماټیکو اړیکو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سترو پروژو د چارو په اړه خبرې کړې.

بهرنیو چارو وزارت ویلي، دې کنفرانس کې ښاغلي رشید مردوف د ټاپي پروژې چارې مثبتې ارزولي او نږدې راتلونکي کې  یې د رېل پټلۍ، سوداګرۍ او ټرانزیټ برخو کې د عملي همکاریو د پراختیا خبر ورکړی.

نوموړي همداراز زر تر زره افغان سوداګرو ته د وېزو په ورکړه کې د نورو اسانتیاوو راوستو ژمنه هم ورکړې.

ها خوا د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د کابل او عشق اباد دوه اړخیزې اړیکې تر بل هر وخت پیاوړې بللې او د لا زیاتو همکاریو او پرمختګونو لپاره یې شرایط مساعد یاد کړي.

نوموړي د مشترکو سترو اقتصادي پروژو پلي کېدو برخه کې د افغانستان حکومت ژمنتیا په ډاګه کړې.

دې کنفرانس کې د ټاپي پروژې چارو چټکتیا، رېل پټلۍ پراختیا، برېښنا، ټرانسپورټي اسانتیاوو او اقتصادي همکاریو په موخه د مشورو د دوام هوکړه شوې.

تړلي موضوعات