پر پاکستان د هند پراخ بریدونه؛ نهه اهداف په نښه شوي؛ ۴۳ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
تېره شپه هند له څو ورځو انتظار وروسته په کشمیر کې پر سېلانیانو برید غچ کې پر پاکستان پراخ د بالستیک توغندیو بریدونه او د پوځي الوتکو بمبار وکړ.
هند دفاع وزارت وویل، چې دا عملیات د « سندور » په نوم و، چې نهه غیري پوځي اهداف یې په نښه کړي دي.
پاکستاني رسنیو ویلي، چې دا بریدونه د پاکستان په بېلابېلو سیمو شوي دي.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو (ISPR) مشر ډګر جنرال احمد شریف چوهدري دغه بريد تائید کړی او ويلي يې دي، چې د هند لخوا په کوټلي، بهاولپور، مریدکي، باغ او مظفر آباد کې د توغندیو بریدونو کې ۸ پاکستانیانو ژوند بايللی، ۳۵ ټپیان شوي او دوه تنه لا درکه هم دي.
چودري رسنیو سره خبرو کې ادعا کړې، چې د پاکستان هوايي ځواک د دې بريدونو غبرګون کې دوه هندي جنګي الوتکې او یوه بې پیلوټه الوتکه رانسکورې کړې دي.
بلخوا پاکستاني رسنیو ویلي، چې پاکستاني پوځیانو هم د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې پر هندي پوځیانو بریدونه کړي دي.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو مشر زیاته کړې، زه غواړم په څرګنده توګه ووایم چې پاکستان به په خپل وخت او ځای کې دې بریدونو ته خامخا ځواب ووایی.
بل لوري ته بيا د پاکستان لومړي وزير شهباز شریف نن سهار د ملي امنیت کمېټې غونډه رابللې او د پنجاب اعلی وزیرې مریم نواز هم په پنجاب ايالت کې بېړنی حالت اعلان کړی دی.
د یادونې وړ ده، چې پاکستان خپل هوايي حریم د راتلونکو ۴۸ ساعتونو لپاره تړلی دی؛ چې شنونکو په باور کېدای شي دا جنګي کړکېچ لا پراخ شي.