پر جبالیا کمپ بمبارد کې ۴۰۰ فلسطیـني مسلمانان شهیـدان شوي

پر جبالیا کمپ بمبارد کې ۴۰۰ فلسطیـني مسلمانان شهیـدان شوي سیمه
جبالیا کمپ له بمبارد وروسته

اسرائیـلي اشغالګرو تازه د غزې پر جبالیا کمپ وحشي بمبارد کړی دی؛ د غزې روغتیايي مسؤلین وايي، چې دې برید کې ۴۰۰ فلسطینـي مسلمانان شهـیدان او سلګونه نور ټپیان دي.  

فلسطیني رسنۍ وايي، چې اسرائیلو دې برید کې ۶ د یو یو ټن وزن لرونکي بمونه استفاده کړي دي؛ چې ګڼ کورونه یې بشپړ له منځه وړي دي او لوړې لوړې ودانۍ یې پر خاورو بدلې کړې دي. د دې برید قربانیان ډېری ښځې او ماشومان دي.
یاده دې وي، چې غزه کې د اسرائیلي اشغالګرو بریدونو کې تر دې دمه له ۸ زره ډېر فلسطیني مسلمانان شهیدان او زرګونه نور ټپیان دي.

تړلي موضوعات