د افغان انجنیرانو په هڅو؛ کندهار کې ۱۲ زره نظامي وسایط ترمیم شوي
د کندهار امنیه قومندانۍ په ورکشاپ کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو راهیسې تر دې مهاله ۱۲ زره نظامي وسایط ترمیم شوي دي.
دغه خبر د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست خپور کړی او د یادې قومندانۍ د ترمیم ورکشاپ مسؤلینو په حواله یې زیاته کړې، چې له ډلې یې ٢٣٠٠ یې تېر ۱۴۰۳ کال کې ترمیم شوي.
د یاد ورکشاپ مسؤل حافظ رحمت الله انس رسنیو ته ویلي، ترمیم شوي وسایط افغان انجنیرانو په هڅو ترمیم چې له ډلې یې رینجر، انټرنېشنل، هاموې ټانکونه او په کمه اندازه د ټیوټا کمپنۍ موټر هم پکې شامل دي.
د سرچینې په خبره، ياد وسايط د تېري ادارې پر مهال د ناسمې استفادې له امله خراب شوي وو، چې دا مهال یې د ترمیم چارې بشپړې شوې دي.
د یادونې ده، چې تېرو نږدې څلورو کلونو کې د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو اړوندو ورکشاپونو کې د افغان انجنیرانو په هڅو هغه سلګونه زره نظامي وسایط ترمیم شوي، چې د تېرې ادارې په واکمنۍ کې تخریب شوي وو.