خوست کې د ۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت پروژې ګټي اخیستنې ته وسپارل شوې
د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، په خوست ولایت کې د FAO سازمان په ملاتړ د ۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۲ زره مترو په اوږدوالي د استنادي دېوالونو پروژې ګټې اخیستنې ته سپارل شوې.
یاد وزارت زیاته کړې، دغه پروژې د شمل خرم سیندیزې فرعي حوزې تر څارنې لاندې د خوست مرکز اړوند خټکي، دري خېلو، خدرپیرانو، وزیانو کلیو او د همدې ولایت د سپېرې ولسوالۍ په افغان دوبۍ او کاڼي کلیو کې ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.
د یادونې وړ ده، چې د دې پروژو پرانېستي سره به رزګونه جریبه کرنیزه ځمکه د سېلابونو له ګواښ څخه خوندي شي.