کال کې د شپږو میاشتو لپاره د څارویو صادراتو اجازه اعلان شوه

کال کې د شپږو میاشتو لپاره د څارویو صادراتو اجازه اعلان شوه سوداګرۍ او اقتصاد
انځور ارشیف

د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت د خبر په بنسټ، د اسلامي امارت د مشرتابه په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون په دوهمه ځانګړې غونډه کې د یو منظم میکانیزم له مخې په کال کې د شپږو میاشتو لپاره بهرنیو هېوادونو ته د افغانستان د څارویو د صادراتو اجازه ورکړل شوه.

خبرپاڼه کې په دې اړه زیاته شوې، له شپږو میاشتو وروسته به د پخوا په څېر اجراات ترسره کېږي.

د سرچینې په خبره، په دې دوهمه ناسته کې د عامې روغتیا په مشرۍ ټاکل شوې کمېټې له لوري د انساني، حیواني او کرنیزو درملو، روغتیايي محصولاتو او خوراکي توکو د قاچاق مخنیوي په موخه جوړه شوې کړنلاره د ارزونې لپاره شریکه شوه.

دغه کړنلاره به د یو لړ تعدیلاتو له ځای پر ځای کولو وروسته د منظورۍ په موخه د اسلامي امارت مشرتابه دفتر ته واستول شي.

هېره دې نه وي، چې د اسلامي امارت په بیا واکمنېدو سره له بهره په واردېدونکو توکو کلکه څارنه شوې او په مهال یې ټنونه هغه توکي چې د کیفیت له اړه منونکي نه دي ثابت شوې بېرته ګرځول شوي دي.

تړلي موضوعات