هېواد کې د صنعتي پارکونو جوړېدا؛ تازه ۸۰ زره جریبه ځمکه ورته ځانګړې شوې

هېواد کې د صنعتي پارکونو جوړېدا؛ تازه ۸۰ زره جریبه ځمکه ورته ځانګړې شوې سوداګرۍ او اقتصاد

د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت خبر ورکړی، چې د اسلامي امارت زعیم په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون دوهمه ځانګړې درې ورځنۍ غونډه ترسره شوې ده.

اقتصادي معاونیت ویلي، چې د اسلامي امارت مشرتابه په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون لومړۍ غونډه کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ته دنده سپارل شوې وه، څو په ټولو ولایتونو کې د صنعتي پارکونو د جوړېدو په موخه د صنعت او سوداګرۍ وزارت ته ځمکه انتقال کړي.

یاد معاونیت زیاتوي، چې غونډه کې د دې پرېکړې د تطبیق په اړه یادو وزارتونو خپل راپور وړاندې کړ چې په ډېری ولایتونو کې د ۸۰ زره جریبه ځمکې انتقال ترسره شوی او په یو شمېر ولایتونو کې دا پروسه په نږدې وخت کې د بشپړېدو په حال کې ده، چې دې سره به په ټولو ولایتونو کې د صنعت کارانو د ځمکې د نشتون ستونزه حل شي.

اقتصادي معاونیت همداراز ویلي، چې غونډه کې همدارنګه د چارو ادارې لوی ریاست ته دنده وسپارل شوه، څو له اړوندو وزارتونو سره په همغږۍ په امارتي ادارو کې د پانګوالو او سوداګرو د کارونو د ژر طی‌مراحل او په ټولو برخو کې د شته ستونزو د حل په موخه جامع طرزالعمل جوړ کړي.

د یادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت مشرتابه په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون دا غونډه د تېرې شوال میاشتې په ۲۸مه، ۲۹مه او ۳۰مه نېټه ترسره شوې ده، چې حکومت یې شېبه وړاندې جزیات خپاره کړل.

تړلي موضوعات