نورستان ۹ ولسوالیو کې سربندونه او کانالونه جوړېږي

نورستان ۹ ولسوالیو کې سربندونه او کانالونه جوړېږي بیارغونه او پراختیا
د پروژو د چارو پیل صحنه

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت وایي، چې د نورستان ولایت په ۹ ولسوالیو کې د څه باندې ۱۷ میلیونه افغانیو په ارزښت سربندونه او کانالونه جوړېږي.

یاد وزارت زیاته کړې، چې له دې ډلې یې په درېیو ولسوالیو کې د یاد وزارت وزیر ملا محمدیونس اخندزاده له لوري د یوه کانال او دوو ذخیروي حوضونو چارې په عملي ډول پیل شوې.

د وزارت په خبره، چې دې پروژو سره به سلګونو د سیمې اوسېدونکو ته د کار زمینه برابره شي او اړوندو برخو کې به د دې ولسوالیو ستونزې تر ډېره بریده هوارې شي.

تړلي موضوعات