د افغانستان خاوره کې د ټاپي پروژې نل لیکه ۱۴ کیلومټره غځېدلې
په افغانستان کې د تاپي پروژې مشر بگنج عبدالله یوف د هرات والي شیخ مولانا اسلام جار سره کتنه کې ویلي، د افغانستان خاوره کې د ټاپي پروژه نل لیکه ۱۴ کیلومتره پر مخ تللې او ۲۴ کیلومتره نوره ساحه هم ورته چمتو شوې.
ښاغلي عبدالله یوف دې کتنه کې د هرات ځایي ادارې له خوا د دې پروژې په ترسره کیدو کې د اړینو آسانتیاوو برابرولو له امله مننه کړې.
بلخوا د هرات والي شیخ مولانا اسلامجار ژمنه کړې، چې د دې پروژې د چټکتیا لپاره یې ځایي ادارې بشپړ ملاتړ کوي او د هر ډول همکارۍ ډاډ یې ورکړی.
د یادونې ده، چې ټاپي پروژه په سیمه کې د ګازو د انتقال له لویو پروژو څخه ګڼل کیږي، چې د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته انتقالوي.