هند پاکستاني اتباعو ته د وتلو امر کړی
دا په هندي کشمیر کې پر سیلانیانو له برید وروسته د نوي ډهلي توند غبرګون دی چې د اسلام اباد پر ضد یې اعلانوي.
هند همداراز له پاکستان سره شوی د اوبو انډس تړون ځنډولی او پاکستاني اتباعو ته یې د وتلو امر کړی دی.
له برید یوه ورځ وروسته هند اعلان وکړ، چې له پاکستان سره شوی د اوبو تړون ځنډېدلی او د سارک په ویزو ورغلي پاکستانېان دې په ۴۸ ساعتونو کې له هند ووځي.
سي بي اېس نیوز د هند بهرنیو چارو وزارت په حواله ویلي، تر هغه چې پاکستان په باوري او نه بدلېدونکي ډول د پولې هاخوا له ترهګرۍ لاس وانخلي تر هغې به د انډس تړون چې ۱۹۶۰ کال کې د نړیوال بانک په منځګړیتوب شوی وځنډوي.
د سه شنبې په ورځ د هند تر واک لاندې کشمیر په پهلګام سیمه کې په ګرځندویانو خونړي برید کې ۲۷ تنه مړه او ۱۷ نور ټپیان شول، هندي چارواکي د دغې پېښې پړه پر پاکستان اچوي.
یاده دې وي، چې څو میاشتې وړاندې د هند لومړي وزیر نریندرا مودي په یوه غږیز کلیپ کې پاکستان د تروریستي ډلو ځاله بللې وه او دا یې د هند سربېره نړۍ ته ګواښ بللی و.