کشمیر کې پر ګرځندویانو خونړی برید؛ لږ تر لږه ۲۷ تنه وژل شوي
د هند تر کنټرول لاندې کشمیر پهلګام سیمه کې د ګرځندویانو په یوې ډلې د وسله والو برید په پایله کې لږ تر لږه ۲۷ تنه وژل شوي.
که څه هم تراوسه د وژل شویو کره شمېر نه دی په ډاګه شوی، خو هندي رسنیو د پورته ورکړل شویو شمېرو په خپرولو سره ویلي، چې د یو شمېر ټپیانو حالت نازک دی.
په ورته مهال د هند لومړي وزیر نریندرا مودي سعودي عربستان ته د خپل سفر ځنډولو سره دغه برید غندلی او ژمنه یې کړې، چې عاملین به یې په سزا رسوي.
پهلګام د طبیعي ښکلاوو په درلود سره د «هند سویس» په نوم هم یادیږي چې د همالیا غرونو په لړۍ کې د ګرځندوی لپاره له خورا له خوښوونکو ځایونو شمېرل کیږي.