مولوي عبدالکبیر: د کډوالو پر وړاندې زور زیاتی د زغم وړ نه دی
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر له یوناما سره په ګډه ناسته کې د کډوالو ستونزو ته د حل لارو تخنیکي ناستې ته ویلي، له کډوالو سره زور زیاتی له زغمه وتلی، چې دا چاره به د دواړو هېوادونو ملتونو ترمنځ د کرکې پیداکولو لامل شي.
دې ناسته کې چې فعالو نړېوالو بنسټونو استازو هم شتون درلود مولوي عبدالکبیر هيله ښودلې چې مرستندویه بنسټونه دې خپلې مرستې افغانستان کې کډوالو کورنیو ته متمرکزې کړي.
نوموړي ټولنه کې د کډوالو پر ادغام، هغوی ته د اسانتیاوو برابرول، دایمي سرپناه او د ستونزو حل لپاره د نړېوالو مرستو غوښتنه کړې.
بلخوا د یوناما مرستیال اندریکا راټواټه ویلي، د ۲۰۲۳ کال له وروستیو تر دې مهاله له پاکستانه ۸۰۰ زره کډوال بېرته راستانه شوي، چې ۱۸۳ میلیونه ډالرو په ارزښت بشري مرستې پرې وېشل شوې دي.
د کډوالو چارو وزیر داسې مهال له کډوالو سره ناوړه چلند له زغمه وتلی بللی، چې له پاکستان څخه افغان کډوال په جبر اېستل کېږي او له هغوی سره د ناوړه چلند سربېره شتنمۍ یې غصب او د کور وسایل ترې اخېستل کیږي.