کابل کې به نن د افغان – قزاق ګډ نندارتون پرانېستل شي
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، کابل کې به نن سه شنبه د افغان او قزاقي چارواکو په شتون کې د «سوداګریز تواصل، دوه اړخیزو سوداګریزو ناستو او د قزاقي توکو تولید» نندارتون پرانېستل شي.
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې یاد نندارتون کې به د افغانستان او قزاقستان ۴۰۰ سوداګر او پانګوال د اقتصادي اړیکو ودې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا په موخه ګډون وکړي.
دغه نندارتون چې څو ورځې به دوام وکړي، افغاني او قزاقي تولیدات به په کې نندارې ته وړاندې شي.
پر همدې موخه تېره ورځ د قزاقستان لومړي وزیر مرستیال سریک ژومانګارین کابل ته راغلی او له یو شمېر افغان چارواکو سره یې د اقتصادي، سوداګریزو، ټرانسپورټي او ټرانزېټي اړیکو په اړه خبرې کړې دي.