سمنګان کې د څلورو چک ډېمونو د جوړېدو چارې پیل شوې

سمنګان کې د څلورو چک ډېمونو د جوړېدو چارې پیل شوې بیارغونه او پراختیا
سمنګان کې د چک ډېمونو جوړېدو چارې

د اوبو او انرژۍ وزارت خبر ورکړی، چې سمنګان ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د څلورو چک ډېمونو جوړېدو چارې پیل شوې دي، چې نږدې ۹ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي.

وزارت زیاتوي، چې دغه چک ډېمونه د سېلابونو د ګواښ مخنیوي، د ځمکې لاندې اوبو تغذیې، د بارانونو او واورو د اوبو ذخیره کولو په موخه د دې ولایت په مرکز او څلورو ولسوالیو کې جوړېږي.
د اوبو او انرژۍ وزارت مسؤلین وايي، چې د دې چک ډېمونو ګټې اخیستنې ته سپارل کېدو سره به زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه خړوبه شي.
د یادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت مشرتابه د حکم پر اساس په ټول هېواد کې د سلګونو چک ډېمونو جوړېدو چارې روانې دي، چې ژر به یې چارې بشپړې شي او لکونه جریبه ځمکه به خړوبه کړي.

تړلي موضوعات