نن د څلورو لویو کانونو قراردادونه لاسلیک شول
نن چهارشنبه د کانونو او پټرولیم وزارت څلورو کورنیو شرکتونو ته په هرات، بغلان، او پروان ولایتونو کې څلور لوی کانونه په قرارداد ورکړل.
د کانونو او پټرولیم وزارت مسؤلین وايي، چې په دغو قراردادونو کې د سرو زرو، اوسپنې، کرومايټ او ډبرو سکرو کانونه شامل دي.
د دې وزارت مسؤلین زیاتوي، چې پر یادو کانونو به څه باندې ۱۰ میلیارده او ۱۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت پانګونه وشي.