هرات کې زلزله ځپلو ته ۳۶ جوړ شوي کورونه سپارل شوي

هرات کې زلزله ځپلو ته ۳۶ جوړ شوي کورونه سپارل شوي بیارغونه او پراختیا
هرات کې زلزله ځپلو ته ۳۶ جوړ شوي کورونه سپارل شوي

په هرات ولایت کې زلزله ځپلو ته د کورونو تسلیمي پروسې پر دوام، د رباط سنګي ولسوالۍ خوش رباط او باغ زحمت سیمو کې ۳۶بابه نوي جوړ شوي کورونه د هرات د اطلاعاتو کلتور رئیس او علماوو شورا غړو په شتون کې سیمې زیانمنو اوسېدونکو ته تسلیم شول.

 د هرات ولایت د اطلاعاتو کلتور رئیس او زلزله ځپلو ته د رسېدنې کمېسیون ویاند مولوي احمد الله متقي وایي، دغه کورونه د اسلامي امارت له لوري په سټنډرډ او معیاري شکل جوړ شوي دي.

ښاغلي رئیس د دغو کورونو د تسلیمي پرمهال ویلي، د هرات زلزله ځپلو ته د ژمي په موسم کې د سون او خوراکي توکي هم وېشل کېږي.

په همدې حال کې زلزله ځپلو ته د رسېدنې کمېسیون غړو او د هرات علماوو شورا پلاوي چې سیمې ته راغلي وو په دې ولایت کې د زلزلې بحران مدیریت په برخه کې د اسلامي امارت هڅې ستایلې دي.

له بلې خوا د خوش رباط کلي اوسېدونکي د نویو معیاري کورونو له جوړېدو خوښ دي او ژمي موسم کې د لا زیاتو مرستو غوښتنه کوي.

تړلي موضوعات