بهرنیو چارو وزیر خپل پاکستاني سیال سره ټیلفوني خبرې کړې
د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د پاکستان لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار سره ټیلفوني خبرې کړې دي.
بهرنیو چارو وزارت ویلي، دې ټیلفوني مکالمه کې ښاغلي متقي خپل سیال سره کابل ته د نوموړي سفر د شویو ژمنو د پلي کېدو په اړه خبرې کړې دي.
یاد وزارت ویلي، دې ټیلفوني مکالمه کې ښاغلي ډار د کډوالو ستونزو په حل او شکایتونو اورېدلو لپاره د جدي اقداماتو ترڅنګ د یاد هېواد کورنیو چارو وزارت له لوري د کنټرول خونې جوړېدو او کډوالو ستونزو اورېدو په موخه د مرستې ټيلفوني شمېرو د خپرولو خبر هم ورکړی.
بلخوا مولوي امیرخان متقي هم د دواړو لوریو ترمنځ د شویو پرېکړو پلي کولو په ځانګړي ډول د کډوال ستونزو ته د رسېدو په موخه په مرکزي کچه د کنټرول خونې او د مرستې اړیکو شمېرو فعالولو د اقدام هرکلی کړی.
افغان وزیر وروسته له هغې له خپل پاکستاني سیال سره ټیلفوني خبرې کړې، چې کابل ته د اسحاق ډار د سفر پر مهال د دواړو هېوادونو د سیاسي، اقتصادي او کډوالو ستونزو ته د رسېدنې په موخه مخامخ خبرې وکړې.