میدان وردګو ولایت کې د پنځه چک ډېمونو د جوړولو چارې بشپړې شوې

میدان وردګو ولایت کې د پنځه چک ډېمونو د جوړولو چارې بشپړې شوې بیارغونه او پراختیا
میدان وردګو ولایت کې د پنځه چک ډېمونو د جوړولو چارې بشپړې شوې

د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، د میدان وردګو ولایت په نرخ، جلرېز، چک، جغتو او سید اباد ولسوالیو کې د ۱۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د پنځو چک ډېمونو د جوړولو چارې بشپړې شوې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.

د همدې چک ډېمونو د پرانېستي په مراسمو کې د اوبو او انرژۍ وزیر ویلي، په راتلونکي کال کې به هم د میدان وردګو ولایت په درېیو نورو ولسوالیو کې ورته چک ډېمونه جوړ شي.

د یادونې وړ ده، چې دغه چک ډېمونه د ځمکې لاندې اوبو سرچینو د پیاوړتیا، د موسمي سیلابونو د مخنیوي او کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه جوړ شوي دي

تړلي موضوعات