د جرمونو نړېوالې محکمې ولي د هنګري پر وړاندې دوسيه پرانېستې؟
هاګ کې د جرمونو نړېوالې محکمې د هنګري پر وړاندې د محکمې د حکم نه عملي کولو او د نتنياهو د نه نيولو له کبله محاکمه پيل کړې.
يادې محکمې ویلي، د هنګري پر وړاندې يې د محکمې د غوښتنې نه منلو او د نتنياهو په نيولو کې د پاتې راتلو له کبله دوسيه پرانېستې، چې بايد د محکمې غوښتنې ته خپل ځواب وړاندې کړي.
د جرمونو نړیوالې محکمې داسې مهال د هنګري پر وړاندې د دوسيې پرانېستلو خبر ورکړى، څو ورځې وړاندې د اشغالګر رژيم لومړي وزير هلته سفر وکړ او دوى د همکارۍ تر څنګ د جرمونو نړېواله محکمه په دوه ګونې چلند تورنه او دې محکمه کې يې خپل غړيتوب لغوه کړ.
دغې محکمې غزه کې د نسل وژني له کبله د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو او پخواني دفاع وزير د نيولو حکم ورکړى و.