اقتصادي کمېسیون د ملي پراختيا پنځه کلنې ستراتېژۍ مسوده تائید کړه
د رياست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون غونډه کې د هېواد د بنسټيزو ملي موخو د تعيين او تر لاسه کولو په موخه د ملي پراختيا د پنځه کلنې ستراتېژۍ مسوده تائید او د منظورۍ لپاره د افغانستان اسلامي امارت د مشرتابه مقام ته واستول شوه.
دغه مسوده چې د اقتصاد وزارت او اړوندو سکټوري وزارتونو په ګډې همکارۍ چمتو شوې د يو باثباته، هوسا له سيمې او نړۍ سره په ښو اړیکو سمبال افغانستان ليدلورى لري تعقيبوي.
د اسلامي شريعي قانون ټينګښت، اغېزمنتيا، روڼتيا او حساب ورکونې اصل تامينول، سيمې او نړۍ سره د اغېزمنو اړيکو پراختيا، پايښت لرونکې سولې، عمومي امنیت ټینګښت، کارموندنه، اقتصادي وده، ديني او ملي ارزښتونه، ځمکنۍ بشپړتیا، اسلامي حاکمیت ساتنه، د ملي او طبيعي سرچينو مديريت اغېزمنتيا لوړول، بنسټيزو خدمتونو وړاندې کولو ښه والى، صنعت، سوداګرۍ، خصوصي سکټور وده، زېربناوو پراختيا، سيمه ييز اتصال، ټولنیز خوندیتوب او د ژوند چاپېريال ښه والى د دغې مسودې نور اساسي موخې دي.
د اقتصادي کمېسیون غونډه کې د نورستان ولایت کنډول ولسوالۍ کې طبيعي حوض او د ياد ولایت نورګرام ولسوالۍ کله ګوش سيمه کې د برېښنا بندونو د امکان نظر سنجي مطالعاتو پروژې د روان کال بودیجه کې شاملولو ترڅنګ د خصوصي سکټور له لوري د بغلان خنجان ولسوالۍ د تير پارک او غزني مرکز کې د ځمکې لاندې سوداګريز مارکیټ جوړولو طرحې هم تائید شوې.
یاده دې وي، چې په دغو پروژو به خصوصي سکټور ٥١٨ ميليونه افغانۍ پانګونه کوي.