د جایدادونو مالکین به د کرایو زیاتوالي په صورت کې تر قانوني تعقیب لاندې ونیول شي
د هېواد عدلیې وزارت ویلي، د جایدادونو مالکینو له لوري د کرایو زیاتوالي او ناوړه ګټې اخېستنې شکایتونو ته به جدي رسېدنه کیږي.
د عدلیې وزارت ویاند برکت الله رسولي ویلي، د مالکانو لخوا د کورونو کرایې لوړولو شکایتونه ترلاسه کول هېواد ته د کډوالو راستنېدو له پروسې او د هغوی له مجبوریته ناوړه ګټه اخیستنه څرګندوي.
ښاغلي رسولي ویلي، د جایدادونو هغه مالکین چې د پخوانیو ثبت شویو بیو څخه په لوړه بیه هېوادوالو ته کورونه په کرایه ورکړي او یا هم د اصولو خلاف کمېشن واخلي تر قانوني تعقیب لاندې نیول کیږي.
نوموړي له هېوادوالو غوښتي، که د کورونو مالکانو پرې کرایي لوړې کړې وي عدلیې وزارت ته دې شکایت وکړي.
د یادونې ده، چې د عدلیې وزارت تر دې وړاندې هم د معاملاتو لارښوونو دفترونو او د جایدادونو مالکینو ته خبر ورکړی و، چې د موجوده شرایطو په پام کې نیولو سره له راستنو شویو کډوالو سره چې ډېری یې سرپناه او لومړني امکانات نه لري هر اړخیزه مرسته او له بې ځایه کمېشنونو اخېستلو ډډه وکړي.