پر پاکستاني پولیسو ننۍ چاودنه؛ ۲۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

پر پاکستاني پولیسو ننۍ چاودنه؛ ۲۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې سیمه
بلوچستان کې پر پاکستاني پولیسو برید شوی

پاکستاني رسنیو ویلي، چاودېدونکي توکي په موټر سایکل کې ځای پر ځای شوي و.

نوایي وقت پاکستاني ورځپاڼې د خپلو سرچینو په حواله ویلي، امنیتي منسوبین له دندې د را ګرځېدو په مهال و، چې مستونګ ولسوالۍ اړوند پر دشت روډ کې پرې چاودنه وشوه.

سرچینه وايي، چاودنه کې درې امنیتي منسوبین وژل شوي او ۱۹ نور ټپیان دي، د ټپیانو له ډلې د څو کسانو وضعیت نازک ښول شوی.

د یادونې وړ ده، چې وروستیو کې پر پاکستاني پوځیانو او پولیسو چاودنې او وسلوال بریدونه ډېر شوي دي، چې پاکستانی حکومت یې مهار کې پاتې راغلی.

تړلي موضوعات