سمنګان کې درې چک ډېمونه جوړ شوي

سمنګان کې درې چک ډېمونه جوړ شوي بیارغونه او پراختیا
۴۲۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۱۴۰ چک ډېمونو د جوړېږي

د اوبو او انرژۍ وزارت خبر ورکړی، چې په سمنګان ولایت کې د ۸.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د درېیو چک ډېمونو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي. 

یاد وزارت زیاتوي، چې دغه چک ډېمونه د سمنګان ولایت په مرکز ایبک ښار کې د بچه درې او د خرم سارباغ ولسوالۍ په ده اصل او د حضرت سلطان ولسوالۍ د کوکجر سیمو کې د حکومت په ۸.۶ میلیونه افغانیو بودیجې جوړ شوي دي. 

دغه راز دې وزارت ویلي، چې دغه چک ډیمونه به د ځمکې لاندې اوبو سرچینو په پیاوړتیا، د موسمي سیلابونو د مخنیوي او د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په برخه کې اغېزمن تمام شي، چې چارې یې په دوو میاشتو کې بشپړې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د اوبو او انرژي وزارت تېره اونۍ په ۱۱ ولایتونو کې د ۴۲۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۱۴۰ چک ډېمونو د جوړېدو خبر ورکړ، چې له دې ډلې یې د ۷۳ چک ډېمونو قراردادونه لاسلیک شوي دي.

تړلي موضوعات