راتلونکي کال کې به ګڼ سړکونه او لارې ورغوي

راتلونکي کال کې به ګڼ سړکونه او لارې ورغوي بیارغونه او پراختیا
افغان ملت له ۴۵کلونو وروسته د ارام ساه اخیستې

د ټولګټو چارو وزیر ملا محمد عیسی ثاني د ریاست الوزراء له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیرسره په لیدنه کې د خپلو چارو او فعالیتونو په اړه د معلوماتو ورکولو ترڅنګ ویلي، په راتلونکي کال کې یې ډېرې نورې لارې او سړکونه د رغېدو په پلان کې شامل کړي دي.

ارګ په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې ملا محمد عیسی ثاني په دې لیدنه کې په ژمي کې د لارو احتمالي بندېدو ته د پوره چمتووالي سربېره د کابل- کندهار لویې لارې او نورو لارو د جوړېدو د پرمختګ په اړه هم معلومات ورکړي دي.

خبرپاڼې زیاته کړې په دې لیدنه کې د کابل ښاروالۍ مرستیال مولوي عصمت الله عاصم او د بېلابېلو ولایتونو ویاندویانو هم ګډون درلود او د خپلو کړنو معلومات یې وړاندې کړل.

دې کتنه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د ناستي ګډونوالو فعالیتونه ستایلي او ویلي یې دي، چې افغان ملت له ۴۵کلونو وروسته د ارام ساه اخیستې او اړتیا ده، چې په رغنیزو پروژو سره یې ستونزې هم کمې شي.

ښاغلي مولوي عبدالکبیر همداراز ویلي، چې اوس د کابل ښار ته په داخلېدو ښکاري چې څومره کار شوی دی او لاهم څومره رغنیزې پروژې په کې روانې دي.

نوموړي له رسنیو سره د ویاندویانو پر لا زیاتې همکارۍ ټینګار کړی په خبره یې، ناسمو تبلیغاتو ته د زمینې برابرېدو مخنیوي لپاره باید رسنیزه خلا رامنځته نه شي.

تړلي موضوعات