تېر کال د ۱۶۵ میلیونه ډالرو په ارزښت انځر صادر شوي

تېر کال د ۱۶۵ میلیونه ډالرو په ارزښت انځر صادر شوي سوداګرۍ او اقتصاد
انځور ارشیف

د صنعت او سوداګرۍ وزارت خبر ورکړی، افغانستان تېر کال د ۱۶۵ میلیونه ډالرو په ارزښت انځر بهرنیو هېوادونو ته صادر کړي دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد ویلي، دې موده کې د افغانستان انځر هندوستان، پاکستان، متحده عربي اماراتو، امریکا، عمان، قطر، برېتانیا، کاناډا او هالنډ ته صادر شوي دي.

د نوموړي په خبره، یادو هېوادونو ته په همدې موده کې ۳۲زره ۸۱۴ ټنه انځر صادر شوي دي.

تر دې وړاندې د صنعت او سوداګرۍ وزارت راپور ورکړی و، چې افغانستان د تېر کال په ۱۱میاشتو کې د ۱۴میلیونه ډالرو په ارزښت تورې جلغوزې نړېوال بازار ته صادرې کړې دي.

تړلي موضوعات